Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندز کې ډېریو کلي مېښتو د ناامنیو له امله خپل کورونه پرېښي دي

د دوشنبې په سهار (د غبرګولي ۸ مه) د کندز ښار د شمال په درې کیلومترۍ کې د ملاسردار کلي په لسګونه اوسېدونکي واټونو ته راووتل.

دوي وايي په یو شمېر کورونو کې د وسله والو له سنګر نیولو وروسته دوی، دې ته اړ شوي چې خپل کلی پری‎ېږدي.

د دغه کلي اوسېدونکي رحمت په دې اړه وویل:«ټول خلک خواره واره شول.زموږ څاروي، زموږ ټول مالونه اوس په کلي کې پاتې دي.»

د دغه کلي بل اوسېدونکی عبدالجلیل هم وویل:«په ډنډ تلوکه(د کندز ښار په لمنو کې بله سیمه) کې عملیات او هغې غاړې ته دي.د ملاسردار په کلي کې، هېڅ عملیات نشته.»

دغه جګړه چې له څه مودې راهیسې د کندز ښار د شاوخوا کلیو اوسېدونکي ګواښي ډېری کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړې دي.

د کندز د ولایتي شورا غړي صفي الله امیري څرګنده کړه:«ځينې خلک دي چې کورنۍ یې له جګړې څخه په تېښته کې، په دوه درې برخو ووېشل شوې او له یو بل خبر نه‎لري چې څوک چېرته ولاړ.»

د دې سربېره پر دې جګړې د کندز د اوسېدونکو کرنیزو حاصلاتو ته هم سخت زیان رسولی دی.

سږکال هم د دې سیمې هر یوه کرونګر څه د پاسه سل زره افغانۍ زیان لیدلی دی.

عبدالجلیل یو له دغو کرندګرو وویل:«جګړه ده او موږ نه شو کولای خپلو ځمکو ته رسېدنه وکړو.»

رحمت الله بل کروندګر دی هغه هم وايي:«هغه لګښتونه چې زموږ پر ځمکو شوي وو،زښته زیات لګښتونه وو او تاسې وینئ چې اوس ټول هرڅه د وچېدو په حال کې دي.»

له بلخوا سیمه‎يیز چارواکي د کندز ښار د شاوخوا د ناامنیو په اړه بل څه وایي.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وویل:«خلک د دې لپاره بې چاره شوي، بې ځایه شوي،نن ستونزه لري، کرنه یې له ستونزې سره مخامخ ده،خپل شکایت لري ترڅو حکومت هغوی ته رسېدنه وکړي؛خو دا په دې مانا نه ده چې د ملاسردار سیمه،زموږ د عملیاتو په لړ کې پاکه شوې نه ده.»

کندز ښار په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو.

د کندز د کرنې ریاست په وینا د وروستیو کلونو په جګړو کې د دې ولایت لس سلنه کرنیز حاصلات، او سږ کال تراوسه پنځه سلنه حاصلات له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکي ټینګار کوي چې د ملاسردار کلی د مخالفینو له وجوده پاک شوی دی.

شریک یي کړئ