Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې د پولیسو د ۲۳ سرتېرو وژل کېدل

د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې نن (شې‎شنبې د لړم په ۳۲ مه) په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۸ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه کندهار له دوراهي څخه د میوند او ژړي ولسوالیو پر ۱۶ امنیتي پوستو حمله کړي وه، چي په پایله کي يي دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.

امنیتي چارواکي وايي چې په دغو نښتو کې ۴۵ تنه طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي طالبانو د امنیتي ځواکونو کومه پوسته نه ده ولکه کړې او ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنیه قوماندان وايي چې وسله‎والو طالبانو غوښتل چي د کندهار هرات لویه لاره بنده کړي ، خو داړو لوریو ته له درني مرګ ژوبلي وروسته طالبان پر شاوتمبول شول.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په دې اړه وویل:«موږ ۲۲ تنه شهیدان او ۱۵ تنه ټپیان لرو، دښمن د لویې لارې د بندولو په لټه کې وه او غوښتل یې په یو ډول میوند ته ننوځي، خو خپلې موخې ته ونه رسېدل، د دښمن مرګ ژوبله څه باندې ۴۵ تنه او څو ټپيان هم لري.»

همدارنګه نوموړی وايي چې په میوند ولسوالی کي به ډېر ژر د وسله‎والو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات هم پیل کړي.

د پولیسو سرتېری تورجان وویل:«مالومات مو درلودل چې دښمن د دوراهي له لوري تر لویې لارې پلان لري او خپل پلان یې ترسره کړ.»

د پولیسو افسر بصیر هم څرګنده کړه:«په دې منځ کې موږ له کمین سره مخ شوو موږ خپل ټپيان او شهیدان لېږدول خو هغوی ونه توانېدل چې کومه پوسته ونیسي.»

د میوند ولسوالي د کندهار په لوېديځ کي  د هلمند ولایت نهرسراج او سنګین نا امنه ولسوالیو ته‎څېرمه ده ، چي ډېری وختونه د دا ډول بریدونو شاهده وي.

شریک یي کړئ