د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې وايي چې په کندهار کې د دغه بنسټ د ځانګړو ځواکونو د یوه پوځي عملیات په پایله کې ۵۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه عملیات د میوند ولسوالۍ د تېمور بند، د عثمان خېلو، محمد خېلو، چولاوک او اختر خېلو په کلیو کې ترسره شوي دي.
دا عملیات هوايي او ځمکني هغه وو.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د طالبانو د ځينو قومندانانو په ګډون ۵۰ طالب اورپکي وژل شوي دي او ۳۲ شکمن کسان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې په دغو عملیاتو کې د ماین جوړونې یو کارخونه هم چې په هغه کې دېرش، شل کیلويي ماینونه او په طالبانو پورې اړوند ۱۰ کورونه لهمنځه تللي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۵۰ موټرسایکله، ۱۰ عراده موټر او ځينې وسلې او تجهیزات له منځه تللي او یا هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.