د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې درې ورڼه چې د افغان ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله پر پوستې د طالبانو په برید کې یوځای وژل شوي دي.
د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او خپلوان وايي چې دوو ورڼو ته یې په لنډ وخت کې کوژنې کړې وې.
دا کورنۍ وايي چې دوی په خپله له کندهار ولایت څخه د خپلو زامنو جسدونه رالېږدولي دي او د اکرامیې پیسې یې هم نه دي ورکړل شوي، دوی د کندهار پر چارواکو نیوکه لري.
د وژل شوي سرتیري د ماما زوی، اسدالله څرګندوي:«له دې ځایه تر کندهاره پورې موږ په خپله لاړو او خپل شهیدان کابل ته راوړل.»
د وژل شویو سرتېرو ورور، فرهاد زیاتوي:«دوه وروڼه مې کوژدن وو او هوډ مو درلود چې له واده وروسته یې درېیم ورور ته هم کوژده وکړو، خو...»
د وژل شویو درېیو ځوانو سرتېرو محمدظاهر، محمد امان او محمدجاوید ماما چې څو کاله یې د دوی سرپرستي کړې ده، دا غم ډېر دروند بولي.
د کورنیو چارو وزارت د دغو وژل شویو سرتېرو لیږد او اکرامیه د کندهار پولیسو دنده بولي.
د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک وايي:«په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي شهیدان شول. د نورو کورنیو غړو هم په دې پېښه کې د امنیت تامین کې ژوند له لاسه ورکړ.»
د دې کورنۍ درې نور زامن هم د پولیسو په لیکو کې دنده لري چې دوه یې له فراه ولایت څخه د وروڼو جنازو ته هم نه دي توانیدلي چې راشي.