د کندهار ځايي چارواکو ویلي چې ناپېژانده وسلهوالو د کندهار په ښار کې پنځه ښځې او د هغوی د موټر جلوونکی وژلي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه د شنبې په ګهیځ د ۶ بجو په شاو خوا کې له هغې وروسته رامنځته شوه چې په موټر کې دغو سپرو ښځو غوښتل چې خپل دفتر خوا ته ولاړ شي چې د کندهار د هوايي ډګر تهڅېرمه د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د دغې پېښې په تأیید سره وايي چې دغه مېرمنې د کندهار د پوځي هوايي ډګر امنیتي کارکوونکې وې.
تراوسه د دغې پېښې لامل روښانه نه دی او ویل کېږي چې د دغې پېښې عاملان له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې،خو پولیسو خپلې پلټنې پیل کړې دي.