Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې یوه ځانمرګي برید ۱۲ تنه امنیتي ځواکونه وژلي

په کندهار کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې، لږ تر لږه ۱۲ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني طلوع نیوز ته وویل چې دغه برید تېره شپه هغه مهال رامنځته شو چې یوه ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو د یوه هاموې موټر په استفادې سره چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک وه د دغه ولایت د «معروف ولسوالۍ» په مرکز کې امنیتي ځواکونه په نښه کړل.

د هغه په وینا د دغه برید قربانیان ملي پولیس، سرحدي پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي دي.

طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې د دغه برید قربانیان ملي پولیس، سرحدي پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي دي.

شریک یي کړئ