د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې دا یو واقعیت دی کهچېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي د دغه هېواد وضعیت به له بده بدتر شي.
پوتین د المان د پارلمان له مشرتابه سره په لیدنه کې وویل:«په واقعیت کې دا وضعیت[په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ وضعیت] لاپسې خراب شوی او د خرابېدو په حال کې دی.»
هغه همدارنګه وویل:«خو کهچېرې امریکا هلته نه وي، احتمالاً وضعیت به لا خراب شي. پوتین وویل چې روسیه او د امریکې پېچلتیا لري، خو موږ باید موضوع په عیني توګه په پام کې ونیسو.»
ښاغلي پوتین همدارنګه له افغانستان سره د سیمهییزو پرو ژو پر پلي کولو ټینګار کوي او وايي چې ټاپي د غازو د پروژې د ارزښت په اړه له خپل ترکمنستاني سیال سره یې خبرې اترې کړې دي.
هغه زیاته کړه:«ما نن د ترکمنستان له ولسمشر سره خبرې وکړې او هغه د افغانستان په ګوټ ګوټ د غازو د لېږد د یوه سیسټم د جوړولو لپاره خپلې طرحې او تر ډېره له ګاونډیو، پاکستان او هندوستان سره خبرې اترې کړې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې روسیې له دې وړاندې، په ځلونو په افغانستان کې د داعش د حضور له پراختیا اندېښنه څرګنده کړې وه.