Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو: امریکا شا ته د افغانستان تګ نه غواړي

د امریکا متحدهایالتو د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکوي چې له طالبانو سره د دغه هېواد خبرې اترې به تېر وخت ته د افغانستان د بیا تګ لامل نشي او امریکا هم دا نه غواړي.

دی وايي امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې افغانساان کې بې پای جګړې ته د پای ټکی کېږي او موخه یې د افغانستان پرمختګ دی.

نوموړي د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته حاضر شو او د سناتورانو له سختو پښتنو سره مخ وو.

امریکايي سناتور، رند پال وايي:«ولسمشر زما په څېر دې جګړه کې هر کال د پنځوسو میلیارډو ډالرو د ضایع کېدو په تړاو شکایت کړی. زه هم هلته د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لرم.‎»

د بهرنیو چارووزیر وايي امریکايي چارواکي له طالبانو او د حکومت په ګډون له افغانانو سره هره ورځ د سولې خبرې کوي.

مایک پومپیو وړاندې وايي:«موږ د ملي یووالي حکومت سره د خبرو په حال کې یوو. له طالبانو سره خبرې کوو. موږ پر دې کار کوو چې حکومت او طالبان یوې خونه کې سره خبرې وکړي. فکر کوو چې د ټېر په پرتله خپلې دې موخې ته نېږدې شوي یوو. دا د حل لاره چې د افغانستان خلک ورته ورسیږي. دا چې موږ ولې له طالبانو سره خبرې کوو، لامل یې دا دی چې یو شمېر سرچینې د دوی په لاس کې دي او د مصالحې لپاره باید د تاوتریخوالیو کچه راکمه کړو، طالبان به د ویلو لپاره یو څه لري. »

پومپیو د سولې خبرو کې د ښځو حقونو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي.

دی وايي:«موږ هغه څه چې کولی شو ترسره کوو یې، تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی، موږ شا ته نه ځو، او شا ته به نشو ولاړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي واشنګټن پر افغان حکومت او طالبانو د فشار راوستو په حال کې دی، ترڅو خبرو ته حاضر شي.

پومپیو د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته حاضر شو او د سناتورانو له سختو پښتنو سره مخ وو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه