Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پټرایوس: د عراق تجربه باید په افغانستان کې تکرار نه شي

له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د احتمالي ویستو په اړه، افغانستان کې د امریکا یو شمېر پخواني قوماندان یو په بل پسې له دې پرېکړې سره مخالفت کوي.

دا ځل د سي‌ای‌اې پخواني ريیس ډېوېډ پټرایوس چې افغانستان کې یې د امریکايي عسکرو د عمومي قوماندان په توګه هم دنده مخ‌ته وړې، له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي عسکرو له ویستو سره مخالفت کړی دی.

هغه له امریکايي امنیتي څېړونکي وینس سیرچُک سره په یوه ګډه مقاله کې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو په ویستو سره به د عراق تجربه تکرار شي، ځکه هېڅ شک نه شته چې طالبان به د افغان حکومت د پرځولو هڅه وکړي.

ښاغلي پټرایوس په دغه مقاله کې ویلي داسې ښکاري چې د امریکې او طالبانو ترمنځ له میاشتو هڅو او مذاکرو وروسته ډېر ژر به هوکړه اعلان شي او په بدل کې به طالبانو د نړیوالۍ ترهګرۍ پر ضد همکارۍ کې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاضر شي، او په افغانستان کې به د امریکايي پوځي حضور کم شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکې او طالبانو ترمنځ د مذاکرې یوه اصلي غوښتنه بلل کېږي.

په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو د دفتر غړی ملاخیرالله خیرخواه وايي چې شونې ده له لوی اختر وروسته هم د طالبانو او امریکې ترمنځ خبرې دوام وکړي.

د طالبانو دغه غړۍ همدارنګه وايي چې شونې ده د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له اختر وروسته (د راروانې یکشنبې په ورځ) دوحې ته راشي او د ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او د ګاونډیو هېوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ملاخیرالله خیرخواه په دې اړه څرګنده کړه:«له هغې وروسته کله چې د ملګروم ملتونو سازمان، د اسلامي هېوادونو د همکاریون سازمان، ګاونډیو هېوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه به لاسلیک شي او له هغې وروسته به د نورو موردونو په اړه هم د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل شي.»

زلمي خلیلزاد څلور ورځې مخکې، قطر کې له طالبانو سره تر خبرو وروسته هند ته ولاړ او له هغه ځایه بیا ناروې ته ولاړ.

هغه د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې ناورې د سولې په خبرو اترو کې د اسانتیاوو برابرونکي هېواد په توګه، ونډه لوبولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي څو ټول لوروي د خبرو مېز ته روکاږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتګوس په دې اړه وویل:«زموږ سفیر زلمی خلیلزاد او نور کسان هڅه کوي چې ټولې ډلې د خبرو مېز ته راوبولي. موږ له طالبانو سره د خبرو لپاره زیات وخت مصرفوو او په همدومره دقت سره مو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته پام کړی دی.»

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته له رسېدو وروسته، هم افغانستان کې د دوی حضور ته اړتیا ده.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:«موږ یوازې هغه مهال کولای شو افغانستان کې پاتې شو چې له موږ غوښتنه وشي. لږ تر لږه د دې کار لپاره یو احتمال شته، ځکه زه فکر کوم که چېرې د امریکا، طالبانو او د ناټو د غړیو ترمنځ هوکړه هم کېږي، بیا هم یو شمېر ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعده افغانستان کې وي او له دې ډلو سره د مبارزې لپاره جګړې ته اړتیا ده.»

په داسې حال کې چې له افغانستان د امریکايي عسکرو وتل د طالبانو اساسي شرط دی، خو فارن پالیسې په یوه مقاله کې لیکلي، له دې هوکړې وروسته به هم په افغانستان کې د «سي‌ ای اې» پوځي ځواک افغانستان کې شته وي.

شریک یي کړئ