Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې ښځینه‎وو ته دکاري زمینو نشتوالي له امله د مېرمنو اندېښنې

په پکتیا ولایت کې ځينې لوستې مېرمنې وايي چې په دغه ولایت کې د هغوی لپاره د کار زمینې نشتوالي له امله اندېښمنې دي.

هغوی وايي له دې سره چې د فراغت سند لري خو په دولتي بنسټونو کې ورته کاري زمینې برابرې شوې نه دي.

د ګردیز ښار اوسېدونکې صبرینا همت په دې اړه وايي:«په نورو ولایتونو کې د ځينو نورو مېرمنو بېلګې شته چې ښاروالې دي او په لوړو پستونو کې کار کوي. خو دا کار په پکتیا کې نه دی شوی. یوازینۍ رییسه مېرمن د ښځو چارو ریاست رییسه ده.»

د ګردیز ښار بله اوسېدونکې زرمینه هم څرګندوي:«کله چې مېرمنې د کار لپاره یوه دفتر ته مراجعه کوي، هغوی ته لومړیتوب نه ورکول کېږي؛ لومړیتوب سړیو ته ورکول کېږي.»

بل پلو په کورنیو کې ناوړه دودونه او همدارنګه له کور څخه بهر د نجونو له کار سره د کورنیو مخالفت په پکتیا ولایت کې د لوستو او تحصیل کړو مېرمنو او نجونو نورې ستونزې شمېرل کېږي.

په پکتیا کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله حمیده وايي:«د ښځو لپاره ډېر کارونه نه دي شوي. د هغوی لپاره د کانکور اموینې د چمتووالي زمینه نشته. خو کله چې هغوی فارغېږي د کار زمینه هم ورته نشته.»

خو د پکتیا والي وايي چې سږ کال په دولتي بنسټونو کې ډېری ښځې او نجونې جذب شوې دي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي:«د وروستیو ۱۷ کلونو په پرتله یوازې په ښوونځیو کې نه بلکې په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو شمېر دوه برابره شوی. په راتلونکي کې موږ د ښوونکو ۱۰۰ پسټونه اعلان وو.»

په کورنیو کې ناوړه دودونه او همدارنګه له کور څخه بهر د نجونو له کار سره د کورنیو مخالفت په پکتیا ولایت کې د لوستو او تحصیل کړو مېرمنو او نجونو نورې ستونزې شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ