Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا برید کې ۵ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

پکتیا په مرکز ګردیز کې پر امنیه قومندانۍ ډله‎ييز ځانمرګي برید کې ۵ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان دي.

نن( یک‎شنبې د غبرګولي۲۸مه)۵تنو بریدګرو د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړ.

سیمه‎ييز چارواکي وايي چې برید سهار ۶:۳۰هغه مهال شوی چې لومړۍ یوه ځانمرګي بریدګر د امنیه قومندانۍ تم‎ځای کې ځانته چاودنه ورکړې او څلور نور بریدګرو ودانۍ ته ننه کېدو هڅه کړې ده.

دا چارواکي زیاتوي چې دوه تنه بریدګر د افغان ځواکونو ډزو کې وژل شوي او دوه تنه نور لا هم له په نښته بوخت دي.

ویل کېږي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه ځانګړې ځواکونه د سیمې چاڼ په موخه رسېدلې دي.

په سیمه کې د طلوع‎نیوز خبریال وايي چې د برید له امله د امنیه قومندانۍ یو دېوال په بشپړه توکه له منځه تلی دی.

په همدې حال کې پکتیا کې روغتيايي چارواکي څرګندوي چې تر اوسه پورې روغتون ته ۲۰ تنه ملکي کسان په ټپي حالت کې وروړل شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

ویل کېږي چې ملکي کسان د کورنو ښېښو ماتېدو له امله ټپي شوي دي.

طالبانو د برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

په پکتیا ولایت کې پر امنیه قومندانۍ د ځانمرګي برید په پایله کې ۵ تنه افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی، ویل کېږي چې د برید په پایله کې د امنیه قومندان یو دېوال په بشپړه ډول وران شوی دی

شریک یي کړئ