په پکتیا کې د پولیسو چارواکي وايي چې د پوځي ځواکونو په عملیاتو کې چې د هوايي ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده، څه باندې ۱۰۰ طالب جنګیالي وزل شوي او څو تنه نور یې ټپيان دي.
د پکتیا امینه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې د دغو هوايي او ځمکنیو عملیاتو له ډلې یو د احمداباد ولسوالۍ په مچلغو وسیمه کې ترسره شول چې په هغه کې ۵۵ طالبان ووژل شول او یو ډېر شمېر نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو پوځي عملیاتو کې د طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو له خوا لهمنځه تللي دي.
د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي دي چې د دولتي ځواکونو پوځي عملیات، د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د شموزي، پاټک، هیبت خېلو او یمنيخېلو سیمو کې ۴۶ تنه طالبان وژل شوي چې د هغوی په منځ کې په کرامت مشهور ایوب چې د طالبانو پخوانی تش په نوم والي وه او همدارنګه د موسي په نامه یو بل طالب قومندان هم شامل دی.
په همدې حال کې ملي دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې د احمد اباد په ولسوالۍ کې ۳۳ طالبان د ملي پوځ د هوايي عملیاتو په پایله کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې ټپيان دي.
دغه وزارت وویل په یوه بل پوځي عملیات کې چې په زرمت ولسوالۍ کې ترسره شوي وو ۷۷ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپيان دي.
خو طالبانو په پکتیا کې د دوی جنګیالیو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتل نه مني.