Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیکا کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۶۵ طالب جنګیالي وژل شوي

د پکتیکا ځايي چارواکو نن سې‎شنبې (د سلواغې ۳ مه) ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په دوو جلا هوايي بریدونو کې نېږدې ۷۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د پکتیکا امنیه قومندان محمد عظیم هاشمي وايي، چې د بهرنیو ځواکونو دوه شپې وړاندې په برمل ولسوالۍ کې پر طالبانو دوه هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې کابو ۶۵ تنه طالبان وژلي دي.

هغه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې، د طالبانو دوه پټن‎ځایونه، موټر او وسلې هم له منځه تللي دي.

ښاغلی هاشمي زیاته کړه، چې په دغو هوايي بریدونو کې چې د برمل ولسوالۍ د امنیت لپاره شوي، ګڼ وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.

په دغو عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.

اخوا طالبانو بیا دا ادعاګانې رد کړي دي.

شریک یي کړئ