د پکتيکا په جانخيلو ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۶ ملکيان وژل شوي دي.
د یاد ولایت د امنيه قومندانۍ وياند، شاه محمود ارين د دې خبر په تایید په سره وايي په دې پېښه کې ۶ تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې په ټپیانو کې هم دوه ماشومان شامل دي.
د پکتیکا پولیس وايي چاودنه د یوه پخواني ماین له کبله رامنځته شوې. دوی زیاوي چې د سیمې خلکو ماین موندلی او یوه دوکان ته یې له لیږد وروسته چې د شنډولو هڅه یې کولو، پرې چاودلی.
ښاغلی ارین وړاندې وايي ټپيان د درملنې په موخه زرغون ښار ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.
په همدې حال کې د روغتون مسوولین د یو شمېر ټپيانو حالت نازک بولي او زیاتوي چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.