Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځانګړي ځواکونه پر بد چلند او د بشري حقونو پر نقض تورن شول

د ولسمشر لومړي مرستیال ته نېږدې کسان د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه د نظام الدین قیصاري د نیولو پر مهال په بد چلنۍ او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو تورن وي.

د دوستم د دفتر رییس وايي چې د ملي پوځ ځواکونو د ښاغلي قیصاري د نیولو پر مهال د هغه د ساتونکو لاسونه تړلي وو او کله چې د هغوی لاسونه تړلي وو هغوی یې ووهل او د هغوی ځينې یې په ډزو سره ټپيان کړل.

د جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند هم څرګنده کړه:«د شمالي سیمو اوسېدونکي نن د ولسمشر د محاکمه کېدو غوښتونکي دي چې ده د نیولو او د داسې ناورین د عملي کولو حکم او چا چې دا حکم تطبق کړی او تر ننه یې عملي کوي او په ناقانونه توګه یې ساتي، د دوی د محاکمه کولو غوښتونکي دي.»

د دوشنبې په شپه د جنبش ګوند د ویاند بشیراحمدته ینج پر فېسبوک پاڼه ځينې داسې انځورنه خپاره شول. چې هغه کې د ځينو کسانو لاسونه تر شا تړل شوي او پر ځمکه پراته دي اوځينې یې په وینو لیت پیت لیدل کېږي.

 ښاغلي ته ینج لیکلي چې دا د قیصاري د پوځیانو او ملګرو انځورونه دي چې د کومانډو ځواکونو لخوا وژل، ټپيان او یا نیول شوي دي.

په دغو انځورونو کې داسې کسان لیدل کېږي چې لاسونه یې ترشا تړلي دي، ټپيان شوي او د ځینو یې پر ستوني پښې اېښودل شوې دي.

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج په دې اړه وویل:« موږ په جدي توګه د افغان حکومت د ځواب غوښتونکي یوو. زموږ خلک د دې پېښې په اړه ډېر جدي او حساس دي.»

خو ولسمشرۍ دفتر د دغو انځورنو او تصویرونو په اړه وايي دولتي ځواکونه بشري حقونو ته ژمن دي، نوموړی په دې هکله قضاوت له وخته مخکې بولي او وايي له څېړنو وروسته به دا پېښه روښانه شي.

د ولسمشر مرستیال شاه حسین مرتضوي ویاند څرګنده کړه:«د عامه افکارو لپاره موږ اړتیا لرو چې دا موضوع بیا هم وڅېړل شي ترڅو اړین توضیحات ورکړل شي خو تر ټولو مهم دا دي چې له وخت مخکې قضاوت به د انصاف وړ نه وي او په ګوته شي چې دا انځورونه په کومې پېښې پورې اړوند دي.»

له بلخوا د جنرال دوستم پلویانو پر حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره په اتمه ورځ هم میمنه کې لاریونونه وکړل.

د فاریاب یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ خپل حق غواړو. موږ رایه ورکړې. ای اشرف غني تا زموږ په حق کړې خیانت وکړ.»

خو بل لوري ته سیمه‎ییزه حکومتولي په عادي توګه روانه ده او دا دی د فاریاب جګړه ځپلې شاوخوا زر کورنۍ مرستې ترلاسه کوي.

په فاریاب کې د نښتو له امله شپاړس زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق څرګنده کړه:«که‎چېرې موږ دا مرستې له خلکو سره ونه کړو، دلته کار نشته، فابریکه نشته، جګړه شته، ستونزې زیاتې دي او زموږ خلک له شدیدې بې وزلۍ او ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.»

له دې سره سره داسې ښکاري چې کابو ۷ ولایتونو کې د لاریونونو او د نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په لوړه کچه خبرې روانې دي لکه څنګه چې د ولسمشر دویم مرستیال په انقره کې له جنرال دوستم سره کتنه او خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه