Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځوانان:د سولې خبرو کې باید د هېواد ارزښتونه له پامه ونه غورځول شي

د سولې لپاره د هڅو له زیاتوالي سره جوخت، په هېواد کې ځينې ځوانان او د مدني ټولنې فعالان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه اندېښمن دي.

دغه ځوانان وايي چې اندېښمن دي خدای مه کړه داسې نه چې د سولې په خبرو اترو کې، د هېواد اتلس کلن ارزښتونه او لاسته راوړنې په پام کې ونه نیول شوي.

دغه ځوانان چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۸ مه نېټه) کابل کې سره راغونډ شوي وو، له حکومت او د سولې مذاکره کوونکي لوري څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

په دغې غونډه کې ځينې مېرمنې ټینګار کوي چې په ټولنه کې د ښځو د ونډې ډاګیزه کېدل په هېواد کې د تېرو اتلسو کلونو یوه لاسته راوړنه ده او دا لاسته راوړنه باید د سولې بهیر قرباني نه شي.

(له ښۍ خوا لومړی کس) حسنا وايي اندېښمنه ده چې د سولې خبرو اترو کې د ښځو له حقونو سره معامله ونه شي.

یوه له دغو مېرمنو حسنا وايي د تېرو اتلسو کلونو په لړ کې زده کړې وکړې او کار ته ولاړه او غواړي چې په راتلوونکي کې هم خپلو زده کړو او کار ته دوام ورکړي. حسنا اندښمنه ده چې د طالبانو له راتګ سره، دا فرصتونه له هغې او د هغې هم نسلانو څخه اخیستل کېږي.

حسنا په دې اړه زیاته کړه:«داسې سوله دې راشي چې مېرمنې دې وکړای شي په ټولو برخو کې کار وکړي، نه دا چې د سولې له راتګ سره د ښځو ونډه کمه شي.»

یوه بله مېرمن مستوره ارزو هم د له طالبانو سره د سولې د راتلوونکي په اړه ډاډ نه لري. هغه چې د سپورټ په برخه کې د کار او زده کړې تجربه لري او د یوې مودې لپاره د افغانستان د بډمینټون فډراسیون رییسه او همدارنګه په دغه سپورټ کې د اسیايي فډراسیون د کمېټې رییسې په توګه هم پاټې شوې ده. وايي چې د سولې په خبرو کې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه باید سره کرښه وي.

مستورې څرګنده کړه:«که‎چېرې معامله‎ګیري وشي، شونې ده چې د مېرمنو ځای بېرته په کور کې وي او هغه دندې چې له کوره دباندې یې لري، فکر نه کوم چې له سولې وروسته دا جانس مېرمنو ته ورکړل شي.»

مستوره هیله کوي چې سوله د ښځو د حقونو او ازادیو له قربانۍ سره ټينګه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو کې له طالبانو سره د سیاستوالو د دوه ورځنیو خبرو په لړ کې، طالب استازو ویلي چې هغوی د اسلام د احکامو په رڼا کې د ښځو کار او زده کړې مني. په مسکو کې د سیاستوالو او طالب استازو په نهه ماده‎ییزه پرېکړه‎لیک کې هم «د ښځو د تعلیمي، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حقونو رعایت د ډاډ په اړه د اسلامي ارزښتونو پر مطابقت ټينګار شوی».

د مسکو په ناسته کې بیا د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود او ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې په دې ناسته کې مذاکرات اجرايي پایلې نه لري. له دې مخکې هم حکومت په هغو څلورو غونډو کې استازی نه درلود چې طالبانو له امریکې سره لرلې.

د مسکو په غونډه کې درې مېرمنو ګډون کړی وو.

طالبان تراوسه حاضر شوي نه دي چې له حکومت سره په نېغه توګه خبرې اترې وکړي. خو په کابل کې ځوانان وايي چې په هېواد کې د جګړې اصلي قربانیان هېوادوال دي او طالبان باید له خلکو سره خبرې وکړي نه له ډلو سره.

د مدني ټولنې فعال کنشکا نصیري په دې اړه وویل:«غوره دغه چې دا بحث له ځوانانو سره مطرح شي؛ طالبانو تل ځوانان په نښه کړي، طالبان تل له خوانانو سره مخامخ دي.»

د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۸ مه نېټه) کابل کې ځينې ځوانان سره راغونډ او له حکومت او د سولې مذاکره کوونکي لوري څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ