په هېواد کې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش له پیل سره، د دغو پېژندپاڼو په وېش کې د نه روڼتیا په اړه د ولسي جرګې د غړو او ځينو هېوادوالو له خوا اندېښنې څرګندې شوې.
اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې اوسېدونکي، ولسي جرګې ته د ځينو نوماندانو په همکارۍ له افغانستان سره سرحدي ولایتونو ته راځي او پېژندپاڼې اخلي.
د ولسي جرګې دغه غړي وايي په دې کار کې د ولسي جرګې له دغو نوماندانو سره د نفوسو د احوال ثبت ادارې یو شمېر کارکوونکي هم مرسته کوي.
د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ وايي:«د راتلونکو ټاکنو نوماندان د پولې هغې غاړې ته چې څوک پېژني دې خوا راولي او پېژندپاڼې اخلي او د افغانستان هویت اخلي.»
د دغې جرګې بل غړی جعفر مهدوي هم زیاتوي:«له بده مرغه د ټاکنو کمېسیون د سټېکر پر وېش مدیریت نه لري او د نفوسو د احوال ثبت اداره پر پېژندپاڼو.»
بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په بازارونو کې د کاغذي تذکرو سټېکرونه هم پلورل کېږي او زیاتوي چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره تر ۵ مېلیونه د زیاتو کسانو د نوملیکنې په اړه ورکړل شوې شمېرې سمې نه دي.
د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی وايي:«درې مېلیونو هم نوملیکنه نه ده کړې؛ دوی تر پنځه او تر پنځه نیم مېلیونو وايي چې ټول خبر لري چې سمې نه دي.»
خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند وايي، حکومت د کاغذي تذکرو د وېش په بهیر څار لري او نه باید د ټاکنو ملي بهیر په تشو اوازو زیانمن کړای شي.
د ولسمشر ویاند هارون چغانسوري:«افغان حکومت او د وګړو د احوالو ثبت اداره له بشپړ روڼتیا سره پېژندپاڼې وېشي او هر چېرته چې شکایت وي، هغوی کولای شي عدلي او قضايي بنسټونو ته شکایت وکړي.»
د وګړو د احوال ثبت ادارې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په پیل کې اعلان وکړ چې پر لس مېلیونه کسانو د کاغذي تذکرو وېش ته چمتووالی لري او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د شاوخوا ۱۹ مېلیونه سټېکرونو د چاپ خبر ورکړی، دا هغه څه دي چې په ملي شورا کې د وکیلانو له نیوکو سره مخ شوي دي.