Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ځينې ګوندونه راتلونکو ټاکنو ته شریک ټیکیټ جوړوي

ولسمشریزې ټاکنې چې د ځنډ، ترسره کېدو او بېخې شاته غورځولو په اړه يې تبصرې ګرمې دي، په اړه يې ځينو سیاسي ګوندونو یو شریک ټیکیټ جوړ کړی دی. 

د حزب‌اسلامي - حکمتیار؛ ګوند مشر ګبلدین حکمتیار د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له ځينو نوماندانو سره په غونډه کې وویل، چې دوی د جنبش ملي، ملی محاذ او افغان ملت په ګډون له اوه دېرشو ګوندونو سره د یو ټيکیټ لپاره یو محور جوړ کړی دی. 

ګلبدین حکمتیار پخپلو خبرو کې وویل، هغه ګوندونه چې له دې محوره د باندې پاتې دي، د ده په وینا په ګوښه کې به پاتې شي. 

هغه وویل: «ګوندونه مو را غونډ کړل، شمېر يې ورو ورو زیات شو، اوس ۳۷ تنظیمونو ته رسېدلي دي، د انتخاباتو په ارتباط هغوی ګډ دریځ او طرحه لري او هیله ده چې د ولسمشریزې ټاکنو په اړه يې هم دریځ یو وي، چې یو ټیکیټ او یو نوماند وړاندې کړي.»

جمعیت اسلامي یو هغه ګوند دی چې په یاد محور کې شریک نه دی، د دې ګوند د رهبري شورا غړی نورالرحمن اخلاقي باور لري چې د دوی له لوري معرفي شوی نوماند به بریالی وي. 

اخلاقي زیاته کړه: «موږ په جدې ډول د یو اصلي اړخ په ډول راتلونکو ټاکنو کې یو، موږ باوري یو، چې همدا اړخ ګټونکی دی.»

د راتلونکو ټاکنو لپاره د حکومت دواړو مشرانو، محمد حنیف اتمر، انورالحق احدي، محمد عمر دوادزي، ولي مسعود او شیدا محمد ابدالي د احتمالي نوماندۍ اظهار کړی دی. 

خو حکمتیار وايي، د ملي وحدت حکومت دواړه مشران په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا یو کمزوری چانس لري. 

هغه وویل: «چا چې جناب اشرف غني ته رایه ورکړې، د قومي حساسیتونو پر اساس و او عبدالله عبدالله ته هم د رایو عامل همدا و او اوس که دا دواړه یو ځای شي، دواړه پلویان به له لاسه ورکړي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی، عبدالستار خواصي وايي: «که چا ښه کار کړی وي، کولی شي بیا رایه واخلي.»

دا په داسې حال کې دی چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ او یا بېخې شاته غورځولو په اړه هم تبصرې ګرمې دي. 

تېره دوشنبه (د لړم ۲۱مه) وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله داسې راپور خپور کړ، چې ګواکې امریکا نیت لري، چې افغان ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي، خو د امریکا سفیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ارګ ویاند دا راپور رد کړ. 

په ورته وخت کې ځينې سیاسیون بیا وايي که د سولې لپاره ولسمشریزې ټاکنې ځنډېږي نو کومه ستونزه نه لري. 

شهزاده مسعود چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس بلل کېږي، د لنډمهالي حکومت تایید کوي او زیاتوي چې په اوسنیو حالاتو کې ټاکنې هیڅ مانا نه لري. 

مسعود زیاته کړه: «پنځه میاشتې وروسته د دې حکومت وخت ختمېږي، نو ښه ده چې یوه مؤقته اداره د ټولو اړخونو په خوښه رامنځته شي، چې سرتاسري ټاکنو ته لار هواره کړي.»
 
ګبلدین حکمتیار د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له ځينو نوماندانو سره په غونډه کې وویل، چې دوی د جنبش ملي، ملی محاذ او افغان ملت په ګډون له اوه دېرشو ګوندونو سره د یو ټيکیټ لپاره یو محور جوړ کړی دی. 

شریک یي کړئ