Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه؛ د هرات په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتوالی

د هرات ولایت د ښځو چارو ریاست وايي د تېر کال په پرتله د دې ولایت په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده.

د ښځو چارو ریاست د هرات د پوهنتون ټولنپوهنې څانګې په ګډه د ښځو پر وړندې ستونزو او ګواښونو په اړه څېړنه کړې ده. دوی وايي د څېړنې له مخې ۱۳۹۷ کال کې ښځو ته موکې او ځواک د ستونزو او خنډونو په پرتله زیات وو.

د هرات ولایت د ښځو چارو رییسه، انیسه سروري وايي:«زموږ د څېړنې له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال ښه شوی، حضور یې په بنسټونو کې زیات دی، په مشرۍ پستونو کې هم ښځې زیاتې شوې دي.»

په همدې حال کې هرات کې بیا د ښځو د حقونو فعالان نیوکه کوي سره له دې چې ښځې وړتیا هم لری خو ورته د رهبرۍ په پستونو کې د دندې ونډه نه ده ورکړل شوې.

د ښځو د حقونو فعاله، فردینا صالحي وايي:«ډېرې ښځې شته چې وړتیا لري تر څو په ښو ځایونو کې کار وکړي، خو دا د شعار په توګه پاتې دي، که زمینه برابره شي، ښځې کولی شي ځانونه ثابت کړي.»

همداراز د ښځو د حقونو بله فعالع، شهربانو نظري زیاتوي:«ډېرې ښځې دي چې وړتیا لري، خو ورته زمنیه نه ده برابره شوې، دوی کولی شي په لوړو پوستونو کې کار وکړي، خو موکه نه ده ورکړل شوې.»

څېړونکې بیا وايي یو شمېر خیالي بستونه شته چې په کې هېڅ کومه ښځه کار نه کوي.

 څېړونکې، پریسا سکندري څرګندوي:«شمېرو ښکاره کوله چې په یوې ادارې کې پنځه شپږ ښځې کار کوي، خو کله چې موږ ورتلو هلته به ښځې نه وې.»

څېړونکی، عصمت الله جعفري وايي:«د څېړنو یوه پایله دا ده چې د ښځو ترمنځ همغږي نشته، او دوی فشار نشي راوړی، زموږ وړاندیز همدا دی چې باید دوی همغږي ولري تر څو پر دولت فشار راوړي.»

په همدې حال کې د هرات ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي په هېڅ دولتي ادارې کې خیالي پست نشته.

هرات کې د جندر برخې کارپوهه، وحیده عزیزي وايي:«تر هغې وخته چې د دولتې ادارو کتنه شوې ده، که کوم بدلون دی، نو لامل یې ښایې د بستونو تنقیص وي یا هم د ښځو لخوا د دندې پرېښودل وي چې په شمېرو کې بدلون ښیې.»

د ښځو چارو ریاست د هرات د پوهنتون ټولنپوهنې څانګې په ترسره شوې څېړنې موخه په دولتې ادارو کې په کار د بوختو ښځو تجربو شریکولو او همداراز د ښځو لپاره د کاررامنځته کول ښودل شوي دي او ورته تګلارې وړاندې شوې دي.

هرات کې د ښځو د حقونو فعالان نیوکه کوي سره له دې چې ښځې وړتیا هم لری خو ورته د رهبرۍ په پستونو کې د دندې ونډه نه ده ورکړل شوې

شریک یي کړئ