په کاپیسا ولایت کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دې ولایت الهسای ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې وژل شوی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې دا عملیات د یادې ولسوالۍ په یوه څنډه کې د طالبانو پر یوې پوستې شوي دي چې په پایله کې یې د قاري یوسف په نامه د طالبانو یاد غړی له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دی.
ادعا شوې ده چې په دې عملیاتو کې یو شمېر طالب وسلهوال ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر تائيدوي چې په دې بریدونو کې ملکي کسانو ته هم زیان اوښتی چې یوه ښځه ټپي شوې ده.
چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه دي ور کړي.
طالبانو دا ادعاوې نه دي منلې.