د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې نن شنبې له غرمې وروسته د ولسي جرګې ټاکنو ته د یوې نوماندې ټاکنیز کمپاین تهڅېرمه چاودنه شوې ده.
د تخار پولیس وايي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو له امله وه چې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو. او دا چاودنه د ۲:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
د تخار د پولیسو په وینا، په دغې چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور پټيان دي. بلخوا یو پولیس او یو امنیتي سرتېری د وژل شویو په ډله کې دي.
د تخار د پولیسو چارواکي وايي چې دغه ټاکنیز کمپاین له تخار ولایته د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندې نظیفې بیګ پورې اړوند بلل کېږي.