Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځواکمنې چاودنې د کابل تر ټولو خوندي سیمه ولړزوله

یو چاودنې نن له غرمې وروسته د کابل ښار ولړزاوه.

 رپوټونه رسوي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵ مې حوزې د وزیر محمد اکبر خان په څوارلسم سړک کې شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او کابو ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په دغې چاودنې ۷ تنه وژل شوي دي. 

بلخوا د کورینو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وايي چې په دغې برید کې د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپيان شوي چې په ټپيان کې هم یوه مېرمن شامله ده.

له دغې چاودنې وروسته، ژغورن‎ګاډي (امبولانسونه) هم سیمې ته رارسېدلي دي.

د دغه برید پړه داعش ډلې منلې ده.

لومړني رپوټونه رسوي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵ مې حوزې د وزیر محمد اکبر خان په څوارلسم سړک کې شوې ده.

شریک یي کړئ