د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هېواد سره پر پوله د پوځ د غرنۍ د لوا پر جوړېدو خبرې کړې دي.
د ملي امنیت د سلاکار د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي اتمر له چیني لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر ښهوالي خبرې کړې دي.
دا دفتر زیاتوي چې محمد حنیف اتمر د چین لوی درستیز، لي زوچینګ سره له چین سره د هېواد پر ګډه پوله د پوځ د یوې غرنۍ د لوا پر جوړېدو هوکړې ته رسېدلي دي.
اتمر همداراز زوچینګ ته له افغانستان څخه د لیدو بلنه ورکړې ده.
ښاغلي اتمر په خپل درې ورځني سفر کې چې نن(شنبې د غوايي ۱) پای ته رسېږي د چین د بهرنیو چارو له وزیر، وانګيي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې د شانګهای تړون غړو هېوادونو ونډه زیاته شي.
دواړو لور د افغانستان د سولې بهیر، اقتصادي اړیکو او دو اړخیزو همکارو باندې ټينګار کړی دی.
پاکستان، چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبِکستان او هند د شانګهای تړون غړي هېوادونه دي چې راتلونکې ناسته به یې د روان زیږدیز کال جون میاشت کې ترسره شي.