Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین: د افغانستان د سولې بهیر کې به مثبت رول ولوبوو

د چین لومړي وزیر لي کیګیانګ، تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د هېواد له اجراييه رییس عبدالله عبدلله سره ولیدل، ښاغلي کیګیانګ وویل چې چین به له افغانستان سره د سیاسي سولې رامنځته کېدو او بیارغونې په چارو کې مثبت رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه چې چین د افغانستان په وړاندې خپل دوستانه سیاست ته به دوام ورکړي او بیجنګ غواړي ترڅو افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ عبدالله د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې باید هېوادونه په ګډه ونډه واخلي.

هغه وویل چې هغه ترهګري چې له افراط پالنې او د جلا غوښتنې له خوځښتونو سره تړلې ده یوه له اصلي ننګونو څخه ده چې افغانستان په سیمه له هغه سره مخامخ دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان د هغه هېواد په توګه چې د دغو جګړو په لومړۍ کرښه کې دی، له ترهګرۍ او افراط پالنې سره د جګړې ډېری ستونزې ګالي.

د هغه په وینا، د پټن‎ځایونو شتون او هغه ملاتړې شبکې چې د نشه‎يي توکو د قاچاق په واسطه تمویلېږي ډېریو دغو ډلو ته د ژوند د شاه‎رګ په توګه عمل کوي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«لکه‎څرګنده چې تاسې پوهېږئ موږ له ټولو هغو ملتونو سره چې په دغې پېښه کې دخیل دي په ځانګړې توګه له پاکستان سره له نږدې کار کوو څو د دغو جریانونو  پټن‎ځایونه او د ساه اخیستلو او ودې ځایونه، چې د مالي مرستې زمینه، ګمارنې، فکري روزنې – اېډیالوژيکه روزنه، روزنه، د بشري ځواک رامنځته کول او لوژسټیک چې د ټولې سیمې د بې‎ثباته کولو لپاره هغوی ته برابرېږي. له‎منځه یوسو. افغانستان کې د مرګ ژوبلې شمېر د دغې پېښې شاهدي ورکوي.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې افغانستان د سیمې له هېوادونو غواړو چې له ترهګرۍ په مبارزه کې په ګډه سره همکاري وکړي.

هغه وویل:«موږ د تل په څېر له خپلو سیمه‎ییزو دوستانو غواړو او ټینګار کوو چې د ترهګرۍ، افراط پالنې او جلا غوښتنې په وړاندې جګړه ګډې هڅې، همکارۍ او همغږۍ ته اړمنه ده. په لومړي ګام کې موږ باید له هر ډول ترهګرۍ سره یو شان چلند وکړو. باید د ښه او بد ترهګرو ترمنځ د توپير د تېروتنې مرتکب نه شو.»

د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې

ښاغلي عبدالله په خپله وینا کې د سولې په اړه د افغان حکومت د هڅو په اړه هم یادونه وکړه او وې ویل چې کابل د سولې د خبرو اترو د په مخ بیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه:«ملي یووالي حکومت د افغانانو په مالکیت او مشرۍ سولې او پخلاینې ته د رسېدو په پار خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د دغه کال په لومړیو کې موږ د سولې او د مجدد ادغام لپاره ټولیزه طرحه وړاندې کړه چې د نړیوالې ټولنې له خوا یې هم ملاتړ وشو. په ورته وخت کې موږ له خپلو هېوادوالو، د هغوی له حقونو او لاسته راوړنو کله چې تر یرغل لاندې راشي دفاع او ملاتړ یې کوو.»

د هېواد اجراییه رییس وویل چې افغان حکومت به د سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټ، اړیکو، پانګونې، له بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره د برېښنا لېږد، بېکارۍ او د سیمې د نږدې والي لپاره د سیمې د نښلون د طرحو له لارې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د چین لومړي وزیر لي کیګیان زیاته کړه چې چین د افغانستان په وړاندې خپل دوستانه سیاست ته به دوام ورکړي او بیجنګ غواړي ترڅو افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

شریک یي کړئ