Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ډنفورډ: طالبان جګړه کې د ماتې په حال کې نه دي

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، جنرال جوزف ډنفورډ شنبې(د لړم په ۲۶مه نېټه) ویلي دي چې طالبان اوس مهال د افغانستان په جګړه کې د ماتې په حال کې نه دي او دې هېواد کې د سولې راوستو په موخه باید ډېر کارونه ترسره شي.

هغه د کاناډا په هالفکس کې د یوې امنیتي ناستې پرمهال وویل:«زما په نظر دا به عادلانه وي چې وویل شي دوی(طالبان) اوس ماته نه خوري.»

 هغه زیاته کړې ده:«موږ یو کال مخکې د بندون اصطلاح یاده کړه خو څه بدل نه شول.»

ډنفورډ ویلي په داسې حال کې چې د سولې تامین لپاره پوځي فشارونه دحل لار نه ده، خو سره له دې هم امریکا ا و ناټو هڅه کوي چې پر طالبانو له پوځي، سیاسي او اقتصادي لارو فشار راوړي څو دوی د کابل حکومت سره خبرو ته اړ کړي.

هغه ټینګار کړی:«پرته له جزئیاتو، موږ په دې باور یوو چې طالبان په دې پوهېږي چې یوه ورځ به اړ وي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي. زموږ بریا په دې کې ده چې هڅه وکړ تر څو طالبان وهڅيږي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.»

د امریکا لوی درستیز په دې باور دی چې له طالبانو سره د سولې لپاره اوږده لاره په مخکې ده.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد عربي متحده اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته د خپل سفر دوهم پړاو پای ته ورسولو.

دا دوهم ځل دی چې خلیلزاد د طالبانو له استازو سره ګوري. نوموړي تېره میاشت کله چې د افغاستان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو یو شمېر هېوادونو ته ولاړ او قطر کې یې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

د خلیلزاد دا لیدنې د سولې بهیر او د خبرو اترو میز ته د طالبانو راکاږلو په موخه ترسره شوې.

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، جنرال جوزف ډنفورډ په خپله وینا کې ویلي دي چې د افغانستان د جګړې لپاره پوځي حل لار نشته، ځکه چې طالبان اوس مهال د ماتې په حال کې نه دي

شریک یي کړئ