Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډنفورډ: له طالبانو سره سوله مهمه، خو پوځي فشار دې پرې زیات شي

د امریکا د پوځ لوی درستیز د واشنګټن په یوه څېړنیز مرکز کې د وینا پرمهال له طالبانو سره سوله مهمه بولي خو د افغانستان د ستونزې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره پر دغې ډلې پر سیاسي، ټولنیز او پوځي فشارونو د زیاتوالي ټینګار کوي.

د امریکا د پوځ لوي درستیز جنرال جوزف ډنفورډ په دې اړه وویل:«که موږ هغه فشار چې نن مو په سیمه کې پر القاعدې، داعش او نورو ډلو راړوی دغه شان فشارونه نه وای زیات کړي، دا زموږ ارزونه ده چې په څه موده کې به د دوی ظرفیت لوړ شوی و او په راتلونکي کې به دوی د سپتمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د ترسره کولو توان درلود.»

دغه امریکایي جنرال په دې باور دی چې واشنګټن په سوېلي اسیا کې اوږدمهاله ګټې لري.

ښاغلي ډنفورډ وویل:«زما په اند امریکا په سوېلي اسیا کې اوږدمهاله ګټې لري، د دغو ګټو خوندیتوب دا ایجابوي چې موږ باید په سیمه کې اوږدمهاله ډیپلوماټیک، اقتصادي او امنیتي شتون هم ولرو.»

په داسې حال کې چې پنټاګون په افغانستان کې سیاسي حل لارې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر طالبانو د پوځي فشارونو زیاتوالی یوه اړتیا ګڼي خو طالبانو اوس اوس په خپلې انټرنېټ پاڼه کې خبرداری ورکړی که د هوايي او شپې عملیاتو زیاتوالی چې د طالبانو په وینا د ملکي تلفاتو لامل کېږي په همدې توګه دوام وکړي، طالبان به له امریکایانو سره د سولې په خبرو کې د ګډون پر دوام له سره غور وکړي.

ډنفورډ وايي هغه فشار چې نن مو په سیمه کې پر القاعدې، داعش او نورو ډلو راړوی دغه شان فشارونه نه وای زیات کړي، دا زموږ ارزونه ده چې په څه موده کې به د دوی ظرفیت لوړ شوی و او په راتلونکي کې به دوی د سپتمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د ترسره کولو توان درلود

شریک یي کړئ