Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابلوف د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه جزئیات غواړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وايي، مسکو تمه لري تر څو امریکايي چارواکي په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو په تړاو د خبرو جزئیات ورسره شریک کړي.

ښاغلی کابلوف د روسیې تاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې (چهارشنبې د کب په ۲۹مه نېټه) به واشنګټن ته په دوه ورځني سفر ولاړ شي او ډاډه دی چې امریکايي چارواکي به له طالبانو سره د خبرو اترو د پرمختګ په اړه جزییات ورسره شریک کړي.

هغه څرګنده کړې ده:«زه به واشنګټن ته ولاړ شم او ډاډه یم او تمه لرم  چې دا کار(د خبرو په اړه د جزییاتو ورکړه) به وشي.»

د روسیې ځانګړي استازي وړاندې ویلي دي واشنګټن ته یې د سفر موخه هم د جزئیاتو ترلاسه کول دي.

کابلوف ویلي دي:«زموږ ناسته په (واشنګټن) کې د همدې موضوع په موخه ده.»

امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر اوسه قطر کې پنځه ځله د سولې په تړاو ناستې کړې دي، خو جزئیات یې نه دي  خپاره کړي دي.

ضمیر کابلوف وايي لنډ وخت کې به واشنګټن ته ولاړ شي هیله لري چې امریکايي چارواکي به له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو پایلې له ده سره شریکې کړي

شریک یي کړئ