د کابلـکندهار پر لویه لار یو شمېر مسافران وايي نن(سېشنبې د چنګاښ۵مه) وايي چې طالبانو پر دې لار د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي او د دواړو خواو ترمنځ نښتې روانې دي.
دوی زیاتوي چې اوس مهال د میدان وردګو ولایت اړوند سیمو کې نښتې روانې دي او لار تړل شوې ده.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت امیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د لارې پرانیستو په موخه پوځي عملیات پیل کړي دي.
طالبانو نښتې تائيد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې د کابل ـ کندهار لار د شپې له اتو بجو بنده ده او تر بلې اعلامیې پورې دې خلک تګ راتګ نه کوي.
د نښتې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نشته.