د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دویم سفر کې د سیاسي ګوندونو له ځينو څېرو سره هم لیدلي دي.
خلیلزاد چې د سیمې هېوادونو ته يې یو ځل بیا سفر پیل کړ، تېره ورځ د جمعیت اسلامي له اجراییه مشر عطامحمد نور او د جنبش ملي له مشر عبدالرشید دوستم سره هم ولیدل.
هغه په دې ناستو کې د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو پر ارزښت او ونډې خبرې کړې او ډاډ يې ښکاره کړی چې سولې ته نږدې شوي یو او په وینا يې د سولې لپاره واشنګټن جدي نیت لري.
د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار د زلمي خلیلزاد هڅو ته خوښي ښيي او وايي هغه هم امریکايي او هم افغان دی: «هغه هم افغان دی هم امریکايي دی، هم طالب پېژني هم د طالب پر روحیه پوهېږي د افغان په صفت؛ هم د افغانستان حکومت او ولس پېژني، دردونه او کړاوونه هم لیدلی شي.»
دا چې زلمي خلیلزاد له جنرال عبدالرشید دوستم سره څه ويلي، په اړه يې د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تهینج وايي: «د سولې پروسې جوړول دي، چې بې طرفه خلک او با نفوذ افغان شخصیتونه، ښځې او ځوانان باید پکې را ټول وي.»
په ورته وخت کې په کابل کې د روسيې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي لوېدیځ دلته ناکام شوی او طالبان هم حق لري چې غوښتنې ولري.
کابلوف وویل دا ثابتوي چې باید خبرې وشي، هغه زیاته کړه: «متحده ایالتونو اوولس کاله وخت درلود، چې خپله طرحه عملي کړي، په ۲۰۰۱ز کې طالبان نه و، خو اوس طالبان تر ۶۰ سلنه ډېر افغانستان په واک کې لري، دا داسې حضور دی چې ستونزه يې حل کړې نه، ډېره کړې يې ده.»
دوه ورځې وړاندې د مسکو ناسته کې هم د طالبانو غوښتنه دا وه، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي باید د دوی دې غوښتنې ته پام وشي.
هغه زیاته کړه: «د امریکایانو په وتلو باندې طالبانو ته باید مثبت ځواب ورکړي، خو دا چې څنګه وځي، څه وخت وځي هغه يې وروستۍ خبرې دي.»
زلمی خلیلزاد د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی، چې وړاندې تر دې يې کابل، اسلام اباد، عربي متحده امارتو او قطر ته سفرونه کړي او له طالبانو سره يې مخامخ خبرې کړې دي.