د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي (شنبې د وږي۲۴مه) کابل ته راغی.
نوموړي له ولسمشر غني او یو شمېر افغان چارواکو سره لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه د قریشي ګمارنې وروسته به دا د هغه لومړۍ بهرنی سفر دی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.»
ولسمشر غني د عمل پلان پر پلې کېدو ټينګار کړی دی.
له بلې خوا اجرائیه ریاست وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو شته، خو نوی حکومت د همکاریو هوډ لري.
د هیواد دبهرنیو چارو وزارت وايي په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کیدو، د افغانستان ، پاکستان او چین د غونډې پر جوړیدو او د عالمانو غونډې پر ترسره کیدو هوکړه وشوه.
شاه محمود قریشي کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر غني سره په ارګ کې لیده کاته وکړل.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د هېواد بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه درلوده.
د دې وزارت ویاند، ضبغت په دې اړه وویل:«د افغانستان او پاکستان پلان موضوعاتو په څېر د سولې او یووالي، د علماو ناسته چې ژر به ترسره شي هوکړې وشوې په دې برخه کې د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته چې چې دوهم دور به یې وي پرې هوکړه وشوه او افغانستان د افغان دپلوماټ شهید عبده چې کراچۍ کې وژل شوی وه، د قاتل استرداد غوښتونکی شو.»
دغه لیدنه پر داسې وضعیت کې ترسره شوه، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د نوي حکومت سیاستونو ته خوښ برېښي او هیله لري څو پاکستان پر خپلو ژمنو وفا وکړي.
د پوهنتون استاد، فیض الله جلال څرګندوي:«که د دې مسلې مخینه وګورو؛ پاکستان د افغانستان په اړه څه چې ویلي دي، عمل یې نه دی کړی، خو هیله لرو چې عمران خان نوی سیاست ولري.»
له دې مخکې د افغانستان حکومتي چارواکو او پاکستان پخواني حکومت د اړیکو د ښه والي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي ډیرې لیدنې کتنې کړي دي، خو د هېوادوالو په باور دغه لیدنو هېڅ را مثبتې پایلې نه درلودې.