د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې نن(چهارشنبې د وري لومړۍ) د کابل درېیمې حوزې د څلورمې کارتې په سمه کې د برید په پایله کې ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې بریدګر پلی وه او ورسره چاودېدونکو توکو ته یې د کابل پوهنتون او علي آباد روغتون ته څېرمه چاودنه ورکړې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ سرپرست، داوود امین په پېښه کې د ۲۳ کسانو وژل کېدل تائيدوي، دی وايي چې ۸ تنه ټپیان دي.
ده ویلي دي:«له مخکې راپور وه خو دښمن توانېدلی د مراسمو له سیمې ډېر لیري د یو شمېر ځوانونو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړي او ۲۳ تنه وژل شوي چې ۸ نور هم ټپیان دي.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش له طلوع نیوز سره په خبرو کې د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۳۰ تنه وباله، خو څرګنده یې نکړه چې څو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څو تنه ټپیان دي.
ښاغلي دانش وویل چې زیانمن کسان ټول ملکي کسان دي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړی وايي چې زیانمن کسان ټول ځوانان دي چې له سیمې د تېرېدو په حال کې وو، او هېڅ پوځي کس په کې نه دی شامل.
په همدې حال کې د استقلال روغتون رئیس، صابر نصیب وايي چې تر اوسه دې روغتون ته ۱۹ ټپيان وروړل شوي چې د ۵ حالت یې د اندېښنې وړ دی، خو نور یې ښه دي.
ده زیاته کړه چې په ټپيانو کې دوه تنه مېرمنې دي.
نوموړي مخکې له دې هم له طلوع نیوز سره په اړیکه کې ویلي وو چې دې روغتون ته دوه مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني له خولې د خبرپاڼې په خپرولو سره برید غندلی او هغه یې بشریت ضد جنایت بللی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي:«تروریستان د دغه وړ جنایتونو په ترسره کولو سره زموږ د خلکو د خوښۍ، تحصیل، ورځنیو فعالیتونو، پرمختګ، ابادۍ، ملي او مذهبي مناسبتونو مخه نشي نیولی.»
داعش د برید مسوؤلیت منلی.