د کابل امنیتي چارواکي وايي کابل پوهنتون کې د محصلینو تر منځ شخړه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول بصیر مجاهد طلوعنیوز ته ويلي، چې شخړه نن غرمه مهاله رامنځته شوه، د دوی پر وینا د ډوډۍ پر نوبت جنجال جوړ شوی و.
عیني شاهدان وايي چې ښايي تلفات تر دې ډېر وي، په وینا يې پولیسو ایله په هوايي ډزو سره وکولی شول چې شخړه ختمه کړي.