د کورنیو چارو وزارت تائیدوي چې د کابل هوايي ډګر ته نېږدې (یکشنبې د چنګاښ۳۱مه) ځانمرګي برید کې ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ نور ټپيان شول.
دا برید هغه مهال ترسره شوه چې څو دقیقې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم له هوايي ډګر څخه تللی وه.
ښاغلی دوستم کابو څلور نیمې بجې له ترکیې کابل ته راورسید.
امنیتي چارواکي وايي چې دا برید د کابل هوايي ډګر ته څېرمه درې لارې کې ترسره شوی دی، خو د جنرال دوستم د موټرو کاروان ته زیان نه دی رسېدلی.
د جنرال دوستم ډېر شمېر پلویان او سیاسي څېرې د دوستم هرکلي لپاره هوايي ډګر ته تللي وو. چاودنه په داسې حال کې ترسره شوه چې امنیتي ځواکونو کلکې تابیاوې نیولې وي.
د دوستم د پلویانو موټرو د نومړي ملتیا د هغه کار دفتر صدارت پورې وکړه.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې د همدې ورځې په سهار کې د ماین چاودنې د کابل خیرخانې سیمه کې د دوو ماشومانو ژوند واخیست او یو بل یې ټپي کړ.