Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښار کې د شهید اوونۍ او احمد شاه مسعود تلین ولمانځل شو

د زرغون بهیر ځينو غړو کابل کې د مقاومت څلي ته د ګلانو د ګېډو له اېښودو سره، د شهید له اوونۍ او د احمد شاه مسعود یادون وکړ.

د دغه بهیر غړي وايي چې ډېری د شهید اوونۍ په ورځو او د مسعود د وژل کېدو د ورځې په لمانځنه کې واټونه بندوي او حتا په ډزو لاس پورې کوي. هغوی له خلکو غواړي چې له هغو کارونو دې ډډه وکړي

چې د خلکو د زیان او ضرر لامل کېږي.

د زرغون بهیر غړی مولوي عبدالستار سعادت په دې اړه وویل:«دا چې موږ د موټرو ښیښې تورې کړو، بیرغونه پورته کړو، هوايي ډزې وکړو، دا په جدي توګه د هېواد د ملي اتل له هیلو او ارمانونو سره په ټکر کې دي.»

د دغه بهیر بل غړی مجتبی وايي:«هغه کسان چې د وږي له ۱۸ مې ناوړه استفاده کوي، خلک ځوروي؛ هغوی د ملي اتل هیلو او موخو ته سپکاوی کوي.»

د زرغون بهیر د غړو بل پيغام د افغانانو ترمنځ یووالی او اتحاد دی، د دوی په وینا ترهغه چې ټول یو موټی نه‎شي په افغانستان کې به جګړه پای ته ونه رسېږي.

د زرغون بهیر غړی شاپور بارز څرګنده کړه:« د تاریخ پر درسونو تکیه کولو، هغه څه چې کولای شي د افغان ملت ترمنځ یووالی او اتحاد رامنځته کړي.»

د شهید اوونۍ او د احمدشاه مسعود تلین په ډول ډول مراسمو سره لمانځل کېږي او ټاکل شوې د شنبې په ورځ په همدې مناسبت یو شمېر هېوادوال د وروستیو پېښو ټپيانو ته وینه ورکړي.

احمدشاه مسعود اوولس کاله مخکې په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوو ترهګرو لخوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي و ترور شو.

شریک یي کړئ