Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښار کې د لوټمارو له خوا د جنايي جرمونو زیاتوالی

د کابل ښار د شپاړسمې حوزې په اړوند سیمه کې تېره شپه (دوشنبې د غوايي په ۲مه) څو تنو لوټمارو له چاقو سره پر یوه ځوان برید کوي.

د کابل په شپاړسمه حوزه کې د اوسیدونکو په وینا د دوشنبې پر ماښام په دې کوڅه کې څو تنو په چاقو پر یوه ځوان برید وکړ څو یې ولوټي.

د پېښې شاهد احسان الله په دې اړه وویل:«نن شپه یو هلک یې په درې څلورو تنو رانیولی و، په چاکو یې واهه، پیسې او موبایل یې ترې اخیستل.»

په دې شپو ورځو کې کابل تل د دغه راز پېښو شاهد پاتې شوی. بلخوا د ښار اوسېدونکي وایي چې له ماښام وروسته د پلازمېنې په ډېری برخو کې له ګرځېدو ډډه کوي.

د کابل اوسېدونکی مجتبی په دې اړه وايي:«د ماښام له لمانځه وروسته په هره کوڅه لوټماران ولاړ وي او لار دې نیسي.»

د کابل بل اوسېدنکی حمیدالله هم څرګندوي:«لنډغر له چاکو، تومانچې، وسلې، مهماتو، او داسې شیانو سره ګرځي راګرځي. څوک د شې له خوا کور ته تلای نه شي وژل کېږي.» 

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه خبرداری ور کوي ،چي د ناامنیو او بي ثباتيو ډېروالی، د انسان تښتووني پېښو او لارو نیولو لامل شوی، او دې ډول پېښو د خصوصي سوداګرۍ فعالیتونه له ننګونو سره مخامخ کړي دي. 

په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پر دې ټينګار کوي، چي جنګي وضیعت ته د رسېده ګۍ تر څنګ باید په کابل کې د جنايي پېښو د کمولو په برخه کې هڅې وشي. 

په دغه راز وضعیت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه ناامنۍ او سیاسي بې ثباتي د جنايي جرمونو د زیاتوالي له اصلي لاملونو بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس  عتیق الله نصرت وايي:«د خصوصي سکټور د فعالیتونو او ودې په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه، د امنیت نشتون، سیاسي بې ثباتي او له دغه راز وضعیت څخه په استفادې، اخاذۍ، تښتونې، هغه ستونزې دي چې د خصوصي برخې په وړاندې دي او د هغه د فعالیت مخنیوی کوي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر دې وضعیت اندېښنه څرګندوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر هم څرګندوي:«د دې سربېره چې موږ وایوو په افغانستان کې دې جګړه پای ته ورسېږي، باید د جنايي جرمونو شمېر دې هم راکم شي.»

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په کابل کې د جنایت کارو ډلو پر وړاندې د پولیسو مبارزه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاتوي:«کابل ښار کې د یوې تېرې میاشتې په اوږدو کې، ۲۳۱ تنه د بېلابېلو جرمونو لکه، وژنې، لوټنې، شکونې، تښتونې په جرم نیول شوي دي.»

خو د کابل ښاریان په دې باور دي چې په ښار کې د زورویول زیاتوالی او د دې ښکارندې نه مخنیوی په پلازمېنه کې د جرمونو په زیاتوالي کې رول لرلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پر دې ټينګار کوي، چي جنګي وضیعت ته د رسېده ګۍ تر څنګ باید په کابل کې د جنايي پېښو د کمولو په برخه کې هڅې وشي. 

شریک یي کړئ