Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې دجنايي جرمونو زیاتوالی؛ وسله والو د یوه بنسټ سلاکار وواژه

ناپېژانده وسله‎والو نن سهار (یکنشبې د غبرګولي په ۵ مه) د یوه نادولتي بنسټ سلاکار شبیر احمد هاشم کامه‎وال د کابل ښار په کارته نو سیمه کې په ډزو سره وواژه.

د دغه کس خپلوان وايي چې هغه له لسو کال راهیسې په یوه حقوقي بنسټ کې چې هېوادوالو ته په وړیا توګه په عدلي او قضايي برخو کې د خدمت زمینه برابروي کار کاوه.

د کامه‎وال د خپلوانو په وینا کله چې هغه سهار د دفتر په لور روان و، پر موټر سایکل سپرو څلورو تنو پر هغه ډزې وکړې.

دا پېښه د پولیسو یوې حوزې په دوه کیلو مټرۍ کې رامنځته کېږي.

اوس یې مړی د هغه کور ته وروړی، د ښاغلي کامه وال بچیان او خپلوان د امنیت د نشتوالي په اړه نهیلي شوي دي.

د کارته نو سیمې اوسېدونکي په دغه سیمه کې د ناامنیو د زیاتوالي په اړه انديښمن دي او پولیس د امنیت په ساتلو کې په بې پامۍ تورنوي.

په تېرو دوو اوونیو کې دا په پلازمېنه کې دویمه جنايي پېښه ده چې رامنځته کېږي. دوې اوونۍ مخکې هم وسله‎والو کسانو د ولسي جرګې کلتوري سلاکاره او تلویزیون ویانده مینه منګل په همدې سیمه کې ووژله.

کابل ښار کې د پولیسو یوې حوزې په دوه کیلو مټرۍ کې یو کس په ډزو سره ووژل شو. په تېرو دوو اوونیو کې دا په پلازمېنه کې څوومه جنايي پېښه ده چې رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ