Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د اروپايي ټولنې په کوربتوب د موسمي بدلون په اړه بحث

اروپايي ټولنه نن چهارشنبې په افغانستان کې (د زمري په ۱۷ مه) د موسمي بدلونونو، ګډو ننګونو او هغې ته د ځواب ویلو په اړه بحث ترسره کړ، د دې پروګرام برخوال په دې باور دي چې افغان حکومت د موسمي بدلون موضوع ته دومره پاملرنه نه کوي.

د اروپايي ټولنې سفیر وايي حکومت تر ډېره سولې او ټاکنو ته پام کوي نه موسمي بدلون ته.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون په دې اړه وویل:« د انتخاباتو په اړه بحثونه یو ښه فرصت دی او موږ غواړو په دې کار سره د خلکو ژوند بدل کړو، خو د خلکو ژوند به ترهغه په لازمه توګه بدل نه‎شي ترڅو چې موسمي بدلون ته جدي پاملرنه ونه‎شي.»

په دې ځای کې له حکومته غوښتل کېږي چې د موسمي بدلون د ستونزې په اړه بې پامي ونه‎کړي.

خوږه کاکړ په دې اړه څرګندوي:« یوې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره موږ نه‎شو کولای یوازې له ترهګرۍ سره مبارزې ته پام وکړو، بلکې باید موسمي بدلونونو ته هم پام وکړو.»

خو د موسمي بدلونونو په وړاندې مبارزه کافي بودیجې ته اړتیا لري.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شاه زمان میوندي هم په دې اړه څرګنده کړه:« د موسمي بدلون په اړه دوه پروژې بشپړې شوي دي او اړتیا ده چې له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۷.۴ مېلیارد ډالر ولګول شي.»

د ملګروملتو سازمان د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې خلک له موسمي بدلونونو اغېزمن شوي چې موسمي بدلون په مستقیمه توګه د دوه مېلیونه افغانانو ژوند ګواښي.

پیری مایودان سفیر اتحادیه اروپا در کابل می‌گوید تغییر اقلیم در افغانستان یک چالش مهم است و باید به آن توجه جدی شود. 

شریک یي کړئ