Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د اسدالله خالد په مشرۍ د یوه سیاسي بهیر د موجویت اعلان

د ملي امنیت پخواني رییس اسدالله خالد په مشرۍ د «حرکت امید سبا» په نامه یوه نوي سیاسي بهیر د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۱ مه) د موجودیت اعلان وکړ.

اسدالله خالد په هغې غونډه کې چې په همدې منظور جوړه شوې وه په خپله وینا کې حکومت په کم کارۍ تورن وي او وايي چې د کړکېچ د حل لپاره پروګرام نه لري.

د هغه په باور، افغانستان اوس په کړکېچ کې واقع دی او حکومت د هغه د حل لپاره نه یوازې پروګرام نه لري بلکې د قانون له ماتولو سره د هغه له زیاتوالي سره مرسته کوي.

ښاغلی خالد وايي د دې حکومت په رامنځته کېدو سره ملي یووالی له خطر سره مخامخ شوی، امنیت لاخراب او سیاسي ثبات ته زیان رسېدلی دی.

هغه همدارنګه د ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او وې ویل چې خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسراوي غوښتونکي دي.

د حرکت امید سبا سیاسي بهیر مشر اسدالله خالد څرګنده کړه:«څوک باور کوي چې ۹ مېلیونه تنو د ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه کړې ده؟ حکمتیار صاحب په دې وروستیو کې وویل چې یوازې ۲ مېلیون تنو په واقعي توګه نوم‎لیکنه کړې، خو زه په دغو دوو مېلیونو هم شک لرم.»

د حرکت امید سبا سیاسي بهیر مشر په راتلونکو ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کوي او وايي د مهندسۍ مخه به ونیسي.

ښاغلي خالد د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې په هېواد کې د قومي شخړو مخ دې ونیسي.

د ملي امنیت پخوانی رییس په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګندوي. هغه وویل چې ورځ په ورځ هېواد کې ناامني زیاتېږي.

هغه څرګنده کړه:« له بده مرغه ورځ په ورځ امنیتي وضعیت خرابېږي او حکومت د امنیت د ښه‎والي لپاره هېڅ پروګرام نه لري.»

دا سیاسي جریان په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له دې مخکې د «د افغانستان ستر ملي ایتلاف» په نامه هم د هغه څه لپاره چې په ټاکنو کې د درغلۍ او د د کړکېچ په لور د هېواد تګ مخنیوی بلل کېږي د موجودیت اعلان وکړ.

که‎څه هم په دغه ایتلاف کې مطرح سیاسي او جهادي څېرې لکه جنرال دوستم، عطامحمد نور او محقق شامل دي، خو د حرکت امید سبا په دې باور دي چې دا ډول ایتلافونه او همدارنګه سیاسي بهیرونه نه شي کولای د افغانستان د کړکېچ په حل کې مرسته وکړي. ځکه چې د هغوی په وینا ولسي ملاتړ نه لري.

د دغه بهیر مشر چې په خپله د سولې قرباني دی، په هېواد کې د سولې ټینګښت خپله موخه بولي او د سولې د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلی خالد څو کاله مخکې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شو، ځانمرګي بریدګر د سولې د پيغام راوړونکي په نوم ځان هغه ته ورساوه.

خو ولسمشرۍ دفتر د ښاغلي خالد لخوا د حکومت د مشرانو د تورنولو په غبرګون کې وايي د ملي یووالي حکومت معیار اساسي قانون دی او د حکومت هڅې د اساسي قانون پلي کول دي.

د دغه سازمان مشري د ملي امنیت د پخواني ریس اسدالله خالد پرغاړه ده، ښاغلی خالد د ملي یووالي حکومت پر مشرانو په نیوکې سره دوی د پروګرام په نشتوالي او ناکامۍ تورنوي

شریک یي کړئ