Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د امنیتي ناستې پر مهال د برمک او د مرادي ترمنځ لفظي شخړه

پر ارګ او دفاع وزارت له توغندويي برید دوه ورځې وروسته، د کورنیو چارو وزرات د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته (د وږي په لومړۍ) د کابل امنیتي چارواکي په دې اړه د ځواب ویلو لپاره یوې غونډې ته رابلل شوي وو.

د دې غونډې جزییات چې په رسنیو کې په ژوند بڼه خپرېده، امنیتي چارواکو د دغه برید او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې د بریدګرو د ځای پر ځای کېدو د څرنګوالي په اړه مالومات ورکاوه. خو کله چې د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال جنرال صادق مرادي د کورنیو چارو وزارت پر مشرتابه نیوکه وکړه، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په غوسه شو.

ښاغلي مرادي وویل په لګسونه ځله یې له بېلابېلو لار هڅه وکړه ترڅو له د کورنیو چارو له وزیر سره وویني او د کابل ښار د امنیتي اندېښنو په اړه له هغه سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو. هغه زیاته کړه چې په ځلونو یې د ښاغلي برمک یاور ته یې زنګ وهلی، خو هغه دا لیدنه برابره نه کړه.

هغه وايي:«جنايي رییس شاهد دی، اطرافي مرستیال شاهد دی، په لسګونه ځله مې ستاسو یاور ته زنګ وواهه او هغه کسان چې ستونزه رامنځته کوونکي دي لیرې کړل شي، په والله که زموږ غږ اورېدل شوی وي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ د مرستیال دغو څرګندونو د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په غوسه کړ او له توندې لهجې سره یې له هغه وغوښتل چې په خپل ځای کېني.

هغه وویل:«بې کفایته مرستیال صاحبه په خپل ځای کېنه! کېنه کېنه... چټیاټ وایې... ومې ویل چې کېنه، عسکر یې...»

خو ښاغلي مرادي له کوم ځنډ پرته د برمک خبرو ته ځواب ورکړ:«زه بې کفایته نه یم. زه جنرال یم، زه یو عادي کس نه یم، زه د هېواد جنرال یم.»

له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې کابل کې د ځينو امنیتي چارواکو بې پروايي د دې لامل شوې چې بریدګر په داسې برید لاس پورې کړي.

له بلخوا، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لوړپوړی مرستیال چې هغه هم په دغې غونډه کې ګډون درلود، که‎څه هم د دغه برید په مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو ناتواني مني، خو ویلي یې دي هغو کسانو چې په دنده کې ناغېړي او بې پروايي کړې وي د لسو ورځو په لړ کې به په سزا ورسېږي.

د لوی اختر په لومړی ورځ یوه ډله وسله‎والو بریدګرو، د عیدګاه جومات ته‎څېرمه په یوه سرای کې په ځای پر ځای کېدو سره د اختر په مناسبت د ولسمشر د وینا پر مهال، کابو ۳۰ توغندي د ارګ، دفاع وزارت او د کابل ښار پر څو نورو مهمو برخو وتوغول.

د دې غونډې جزییات چې په رسنیو کې په ژوند بڼه خپرېدل، امنیتي چارواکو د دغه برید او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې د بریدګرو د ځای پر ځای کېدو د څرنګوالي په اړه مالومات ورکاوه. چې په لړ کې یې د کورنیو چارو وزیر او د کابل امنیه قومندانۍ د امنیتي مرستیال ترمنځ لفظی شخړه رامنځته شوه.

شریک یي کړئ