Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د جنايي جرمونو له زیاتوالي اندېښنې

د پلازمېنې اوسېدونکي په ښار کې د جنايي جرمونو له زیاتوالي اندېښنه لري او له اړوندو بنسټونو غواړي چې دې ستونزې ته پام وکړي.

دوی وايي په کابل ښار کې د شپې او ورځې لخوا خوندي نه دي.

نورمحمد ۳۸ کاله عمر لري، هغه چې له څو کلونو راهیسې په کابل کې د شپې تر ناوخته پورې ټکسي چلوله، خو اوس د غلو له وېرې نشي کولی تر ناوخته کار وکړي او یا هم له ښاره لیري سیمو ته ولاړ شي.

دی وايي:«اتیا سلنه امنیت نشته، کاروبار مو خراب دی ځکه چې اوس د شپې او لیري سیمو ته سورلی نشو وړی، نو عاید کم دی.»

شکیب سروري هم د کابل په امنه سیمه کې دفتر لري، خو وايي د یو شمېر شکمنو کسانو لخوا یې د برمته کولو هڅو وروسته، د خپل دفتر خوا ته امنیتي تابیاوې زیاتې کړې دي.

ښاغلی سروري وايي:«د کابل امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی. څو ورځې مخکې دوه تنه چې شخصي کالي یې اغوستي وو، دفتر ته راغلل او ویلي یې د برېښنا برج نه راغلي یوو، دفتر ته راغلل او بده پېښه تېره شوه. هیله ده چې دولت د جنايي پېښو مخنیوی وکړي.»

د کابل اوسېدونکې چې غواړي په مستعار، کریمې نوم یاده شي، وايي هره ورځ کله چې د زده کړو مرکز ته ځي، خو هغه خپله لاره هم امنیه نه احساسوي.

کریمه څرګندوي:«یوه ورځ کله چې زه له پوهنتون نه کورته راتلم، کوڅه کې څوک نه وو، یو کس راروان وو، له جیبه یې چاقو راویست او ماته یې وویل، هرڅه چې لرې، ماته یې راکړه. ما هم هرڅه چې له ځآنه سره درلودل، ور مې کړل. کابو هره میاشت دې کوڅه کې یوه د غلا پېښه کېږي. د ډېر کم ارزښته شیانو لپاره خلک ټپي کوي او یا یې وژني.»

د کابل اوسېدونکي په دې باور دي چې د زورواکو نه مخنیوی په کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوال کې ونډه لري.

په همدې حال کې امنیتي بنسټونه وايي له جنایت کارو ډلو سره پر مبارزې بوخت دي او ټینګار کوي چې دا ښکارنده د کمېدو په حال کې ده.

د کابل اوسېدونکي په دې باور دي چې د زورواکو نه مخنیوی په ښار کې د جنايي جرمونو په زیاتوالي کې ونډه لري

شریک یي کړئ