Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د حقاني دلې ۱۱غړي ونیول شول

د ملي امنیت ریاست نن(چهارشنبه د وږي۱۴مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د حقاني دلې د ۱۱ غړو له نیول کېدو خبر ورکړی دی.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي یاد کسان د کابل په پنځمه او دولسمو حوزو په سیمو کې پر ترهګریزو فعالیتونو بوخت وو.

خبرپاڼه کې راغلي دي:« نیول شویو کسان پر ترهګریزو کړنو، ماین خښوولو، د دولتي اشخاصو او قومي مشرانو د ترور په اړه فعالیتونو باندې بوخت وو، چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.»

د حقاني ډلې دې غړو د نیولو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې، چاودېدونکي توکي او یو موټر سایکل هم دملي امنیت ځواکونو لاسته لوېدلی دی.

د ملي امنیت خبرپاڼې د عملیاتو او یا هم د نیونې په اړه  نور جزئيات نه دي ورکړي.

کابل کې د حقاني دلې ۱۱غړي ونیول شول

نیول شویو کسان پر ترهګریزو کړنو، ماین خښوولو، د دولتي اشخاصو او قومي مشرانو د ترور په اړه فعالیت کاوه

شریک یي کړئ