د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې خپل سفر پای ته ورسوه او نن ګهیځ سېشنبې پاکستان ته ورسېد.
کابل کې د امریکې سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد دننه په حکومت کې او له حکومته بهر ځينو چارواکو او کسانو سره ولیدل.
هغه له ولسمشر اشرف غني او د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او همدارنګه د بېلابېلو سیاسي ډلو له استازو، د مدني ټولنې له مهمو بنسټونو، د سولې عالي شورا او د افغانستان له رسنیو سره ولیدل.
خبرپاڼه زیاتوي:«هغه (ښاغلي خلیلزاد) د امنیتي هڅو په اړه جزییات ترلاسه کړل او د ملي امنیت د عمومي ریاست له سلاکار حمدالله محب د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.»
ښاغلی خلیلزاد په خپلو لیدونو کې له ټولو خواوو د همکارۍ غوښتونکی شو ترڅو هېواد کې جګړه پای ته ورسوي. هغه همدارنګه له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل ترڅو د ټول شموله مرکچي پلاوي له جوړولو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
په وروستیو کلونو کې د افغانانو د قربانیو له یادولو سره، ښاغلي خلیلزاد وویل:«موږ د خلکو او حکومت له همکارۍ سره یو سولهییز افغانستان غواړو – هغه ځای چې ټول افغانانان په هغه کې شامل وي.»
هغه زیاته کړه:«د افغانستان ټول وګړي باید د سولې او پخلاینې د بهیر یوه برخه وي.»
ښاغلي خلیلزاد د سېشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدنه وکړه.
په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ښاغلی خلیلزاد همدارنګه په پام کې لري ترڅو په نږدې راتلونکې کې د خبرو اترو او مشورو لپاره بېرته کابل ته راشي.