Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې حکومتي مشرانو د عاشورا مراسمو کې ګډون وکړ

حکومتي مشرانو د کابل په لوېدیځ کې په دوو بېلابېلو برخو کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون کړي وو.

د محرم د لسمې نېټې مراسم د دشت برچي سیمې په رسول اکرم جومات کې چې په دې وروستیو کې په دغه ځای کې مرګوني بریدونه وشول د ولسمشر او د هغه د دوهم مرستیال په ګډون ترسره شول.

ولسمشر غني وايي ترهګر پر خلکو په برید سره غواړي یوې خطرناکې قومي او مذهبي جګړې ته لمن ووهي، هغه په اوسني وضعیت کې د خلکو پر یووالي ټینګار کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«نن د وخت یزیدان غواړي چې افغانستان پر دویمې کربلا بدل کړي او د مومنانو او عبادت کوونکو لپاره ویر او عذا رامنځته کړي.»

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم وايي:«یو ځواب ویونکی او مسوول حکومت هېڅکله نه شي کولای انحصاري عمل وکړي؛ یا د هېوادوالو ترمنځ له ژبني، قومي او یا هم مذهبي پلوه تبعیض وکړي.»

ولسمشر زیاتوي هغه کسان چې د حکومت او خلکو ترمنځ درز رامنځته کوي کړنې یې د بلواګرو په شان دي.

هغه څرګنده کړه:«په سیاسي حوزه کې د نظر اختلاف د اندېښنه وړ دی؛ اندېښنې په دې ځای کې ده چې سلیقه‎يي مسایل د لیدلورو توپیر او له معمولو چارو شکایت له سترو ملي ګټو د بې پروایۍ لامل کېږي.»

خو دغو مراسمو ته نېږدې په الزهرا جومات کې اجراییه رییس او د نوموړي مرستیال له یو شمېر نورو چارواکو سره د عاشورا له امله جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

محمدمحقق په دغو مراسمو کې حکومت له ملي اقتدار پرته بولي او وایي ملي یووالي ته سخت زیان رسېدلی دی.

هغه د هېواد د اوسني کړکېچ یو لامل په ارګ کې د ارادې نشتوالی ګڼي.

د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق وویل:«له دې د خطر احساس ونه کړئ چې د هزارو څلورو جوماتونو ته مو وسله ورکړې بیا سبا ته ګواښ دی؛ له دې د خطر احساس ونه کړئ چې هغوی له بې پناهۍ بل چاته پناه یوسي.»

عبدالله عبدالله هم په حکومت کې ننګونې مني او خلک وحدت او یووالي ته رابولي.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«موږ د نن په څېر د شیعه او سني خلکو او د هېواد د هر قوم او ژبې د پیوستون او یووالي شاهد دې وو.»

خو له دغو دوو مراسمو بهر خلک د امنیتي ځواکونو لخوا په سختو امنیتي تدابیرو کې د دې ورځې یادونه کوي خو د وضعیت په اړه اندېښمن ښکاري.

د عاشورا مراسمو ولسي ساتونکی علي سینا وايي:«دولت خلک اړ کړل چې وسله واخلي او خپل امنیت تامین کړي.»

د سږکال د عاشورا مراسم له دې امله د پخوا په پرتله په توپیر ترسره شول چې امنیتي تدابیر په ګډه د خلکو او دولتي ځواکونو لخوا نیول شوي وو.

ولسمشر له خپل دویم مرستیال سرور دانش سره د دشت برچي په رسول اکرم جومات کې ویلي، د اوس وخت یزیدان غواړي افغانستان پر دویمې کربلا بدل کړي.

شریک یي کړئ