Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د مزاري د کالیاد پر مراسمو برید کې ۳ تنه ووژل شول

د پخواني جهادي مشر، عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د لمانځنې په مراسمو کې نن(پنج‎شنبې د کب په ۱۶مه نېته) بمي چاودنې وشوې.

په مراسمو کې د ګڼو بمي چاودنو او هاوان بریدونو راپورونه ورکړل شول.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د سرپرست، نصرت رحیمي وايي پر مراسمو د هاوان توغندي توغول شوي، د هاوانونو توغونکی کس نیول شوی ورسره د همکارو کسانو د نیونې هڅې روانې دي.

رحیمي وايي د کابل په ۱۸ حوزه کې له یوه کوره د هاوان څلورو مرمۍ توغول شوې، خو د مراسمو څخه کابو ۱۰۰ متره لیري لګېدلي دي.

په همدې حال کې پر یوه کور د لګېدلي هاوان مرمۍ له کبله ۲ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. روغتیايي چارواکي وايي تر اوسه روغتونونو ته یو مړی او ۱۶ ټپیان وروړل شوي دي.

دی وايي افغان ځواکونو دغه کور کلابند کړی دی او یو تن یې نیولی هم دی.

د معالجوي طب رییس، محب الله وايي تر اوسه ۱۴ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، کابل امبولانس د وژل شویو کسانو د لیږد په اړه موږ ته راپور نه دی راکړی. دی وايي ښايې د یو شمېر ټپیانو حالت نازک وي، خو جزئيات به وروسته شریک کړي.

د عبدالعلي مزاري د تلین لمانځنې په مراسمو کې پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخواني سلاکار، حنیف اتمر، یو شمېر نورو سیاسي او جهادي څېرو ګډون درلود.

لومړنۍ چاودنې هغه مهال وشوې چې د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وینا کوله.

په سیمه کې د طلوع نیوز خبریال وايي مراسمو ته څېرمه کابو ۱۲ چاودنې وشوې او همداراز داسې ښکارېدل چې له لیري سیمې د هاوان توغندي د مراسمو پر ځای توغول کېدل.

تر اوسه په چاودنو کې د اوو تنو له وژل کېدو او کابو د لسو ملکي کسانو له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی، خو دولتي چارواکو په رسمي توګه دا شمېر نه دی تایید کړی.

په سیمه کې د طلوع نیوز خبریال، شریف امیري وايي لا هم د پېښې په سیمه کې ګډوډي شته او ژغورنګاډي د ټپيانو د لېږد په حال کې دي.

دی د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې په مراسمو کې ګډونکوونکو چارواکو ته زیان نه دی اوښتی او تر ډېره زیان من کسان له سیمې تېرېدونکي لارویان وو.

امیري وايي تر اوسه د ټپیانو شمېر نه دی څرګند او سیمه د خلکو پر مخ تړلې ده.

په همدې حال کې د ملي امنیت پخواني سلاکار، حنیف اتمر دفتر وايي د پخواني جهادي مشر، عبدالعلي مزاري د کالیاد په مراسمو کې د چاودنو له کبله د ښاغلي اتمر ۶ساتونکي برسېرن ټپیان دي، خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

د راپورونو له مخې په دې چاودنو کې د ولسمشرۍ نوماند، عبدالطیف پدرام برسېرن ټپي شوی دی او اوس یې حالت ښه ښودل شوی.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

په سیمه کې د طلوع نیوز خبریال وايي مراسمو ته څېرمه کابو ۱۲ چاودنې وشوې او همداراز داسې ښکارېدل چې له لیري سیمې د هاوان توغندي د مراسمو پر ځای توغول کېدل

شریک یي کړئ