Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لویې جرګې خیمه ته څېرمه ځانمرګی برید د ۷ کسانو ژوند واخیست

د کابل پنځمې حوزې سیمه کې د لویې جرګې خیمې د وتلو دروازې ته څېرمه نن(دوشنبې د غبرګولي۱۴مه) غرمه مهال کابو ۱۱:۳۰ دقیقې ځانمرګی برید وشو.

برید داسې مهال شوی چې په دې جرګه کې یو شمېر دیني عالمانو په دې خیمه کې ناسته درولوده او په کې یې ترهګري وغندله.

د کابل د پولیسو ویاند، حشمت ستانکزی وايي چې په دې پېښه کې ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ۶ ملکي کسان او ۱ پولیس شامل دی. دی زیاتوي چې په پېښه کې ۹ کسان ټپيان دي.

په همدې حال کې مخکې له دې هم د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو او د کابل امنیه قومندان، محمد داوود امین ویلي وه چې په دې پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی همداراز ویلي وه چې پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان دي، خو شمېر یې نه دی څرګند.

د کابل پولیسو ویاند، حشمت ستانکزي له طلوع نیوز سره په اړیکه کې:«بریدګر داسې مهال ځانته چاودنه ورکړه چې غونډه پای ته رسېدلې وه او ګډون‎کوونکي له خیمې د وتو په حال کې وو.»

یو شمېر سرچینې وايي چې په دې پېښه کې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د برید مسوؤلیت په اړه کومې ډله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دې علماو ترهګرۍ، چاودنې او ځانمرګي بریدونو د اسلام له نظره مردود وګڼل.

د کابل پولیس وايي چې په دې پېښه کې نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په دې کسانو کې ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی چې ۶ ملکي کسان دي

شریک یي کړئ