ملی امنیت په کابل کې د مقناطسی میانونو د ایښودونکو د یوې خطرناکي ډلې له نیولو په خبر ورکوي.
د ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د ډلې اړوند د قاري اسدالله نصرت په مشري یې یوه څلور کسیزه ډله نیولي ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغې شبکې اعتراف کړی چې اوویا ماینونه یې د کابل په بیلابیلو برخو کې ځای پرځای کړی او د دریو مهمو کسانو په ترور کې یې هم لاس درلود.
په خبرپاڼه کې وړاندی راغلي چې دغه کسان د کابل په ولسوالیو په یو شمېر غلاو هم تورن دي چې د غلا پرمهال به یې پولیسو کالي پر تن کول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.