وروسته له دې چې طالبانو د هلمند ولایت د سولې کاروان غوښتنو ته د اوربند او سولې خبرو اترو په اړه ځواب ورنکړ، دې سولهغوښتونکو نن(یکشنبې د چنګاښ۳مه) کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخکې ته خپل اعتراض پیل کړ.
ټاکل شوې ده چې دا سولهغوښتونکي به درې ورځې دلته پاتې شي او وروسته له هغې د اعتراض خیمې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو پر وړاندې ودروي.
د هلمند ولایت د سولې کاروان تېره دوشنبې وروسته له ۳۸ ورځو پلي مزل کابل ته راورسید.
وروسته له هغې دوی د یوه پرېکړهلیک په ترڅ کې څلور ټکو ته اشاره وکړه چې له ډلې یې، د اوربند غځول، افغانسان کې طالبانو له هوکړې سره د اسلامي قانون تطبیق او د بهرنیو ځواکونو ویستل راغلي دي چې حکومت او طالبانو ته یې وړاندې کړي دي.
دوی له طالبانو غوښتنه کړې وه چې درېیو ورځو کې د غوښتنو ته ځواب اوايي، او وروسته له هغې به دوی د بهرنیو هېوادونو سفارتونو چې د دوی په آند د طالبانو ملاتړ کوي، مخې ته خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
دې سولهغوښتونکو اوس کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته خپل اعتراض پیل کړی دی.
دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې درې میاشتې مخکې د هلمند ولایت په یوه سپورټي لوبغالي کې د ځانمرګي برید په پایله کې ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
دوی په هلمند ولایت کې تر کابو یوې میاشتې تحصن وروسته خپله لار د کابل پر لور کړه او تر ۶۵۰ کیلو مترو پلي لارې کچ کولو کابل ته راغلل.