Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د پوځيانو پر یوه روزنیز مرکز د وسله‎والو بریدګرو برید

د کابل پولیس وايي چې یوې وسله‎والې ډلې په کابل ښار کې له یوې نیمګړې ودانې شوې ودانۍ څخه په استفادې د پوځيانو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې وسله‎والو بریدګرو نن له غرمې مخکې (پنجشنبې د زمري په ۲۵ مه) د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمه قلعه وزیر کې یوې نیمه کاره ودانۍ ته په ننوتو سره د ملي امنیت ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز یې برید پيل کړ.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او هېڅه لري ترڅو ولسي وګړي له سیمې لیرې کړي.

په همدې حال کې د پېښې شاهدان وايي چې په سیمه کې د یوې درنې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.

ویل کېږي چې د پېښې ځای ته ټولې ورغلې لارې په ځانګړې توګه د قمبر څلور لارې تړل شوې ده.

د پېښې سیمې ته نېږدې، د مارشال فهیم پوهنتون په ګډون څو دولتي بنسټونه موقعیت لري.

له بلخوا د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز چې د پېښې په ځای کې دی، وايي چې سیمې ته ملي پوځ او پولیس رسېدلي او تراوسه هم د ډزو غږ اورېدل کېږي.

د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ دلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

په همدې حال کې د پېښې شاهدان وايي چې په سیمه کې د یوې درنې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی. ویل کېږي چې د پېښې ځای ته ټولې ورغلې لارې په ځانګړې توګه د قمبر څلور لارې تړل شوې ده.

شریک یي کړئ