Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې د څه باندې سلو تنو مرګ ژوبله

په کابل کې د سې‎شنبې پر مازدیګر د دوو ځانمرګي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د یوې غړې په ګډون ۷۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه پلان شوي بریدونه د مازدیګر په ۴ بجو په دارالامان کې هغه مهال رامنځته شول چې د افغانستان د پارلمان کارکوونکي کور ته د تلو په حال کې وو.

په همدې حال کې رپوټونه رسوي چې په لومړي سر کې یوه ځانمرګي ځان د پارلمان د الحاقیې ودانۍ مخې ته ځان وچاودوه او له ځانمرګي برید څخه وروسته له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر خپل چاودې توونکي توکي یې وچاودول.

له چاودنې څخه وروسته افغان پولیسو سیمه د تګ راتګ پر مخ وتړله.

داسې رپوټونه شته چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د اومې حوزې رییس د وژل شویو په ډله کې دی.

تراوسه د وژل شویو کسانو پېژاند څرګند نه دی.

طالبانو د دغې پېښې پړه منلې ده.

شریک یي کړئ