Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې موټر بم چاودنې څلور ولسي وګړي ووژل

د کابل ښار د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د یوه موټر بم چاودنه لږ تر لږه څلور تنه ولسي وګړي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې د دغې چاودنې موخه د بهرنیو ځواکونو کاروان وو چې نن سهار (جمعه د غبرګولي په ۱۰مه) له دغې سیمې تېرېدل.

په افغانستان کې د امریکا د ملي پوځ د رسنیو دفتر طلوع نیوز ته ویلي چې د امریکايي ځواکونو د موټرو پر یوه کاروان برید شوی دی.

د امریکا پوځ وايي چې د هغوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دغې پېښه کې څلور تنه امریکايي ځواکونه ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې پړه طالبانو منلې ده.

تېره ورځ هم یوه ځانمرګي برید د کابل ښار کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته‎څېرمه د شپږو تنو ژوند واخیست او شپاړس تنه نور یې ټپيان کړل چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی.

شریک یي کړئ